انصار: ( د چنګاښ ۸مه)، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو په کابل کې د کرنې د ورځې په نمانځ غونډه کې وویل، چې د هر هېواد پر ځان بسیاینه د هغه په کرنه پورې تړلې ده او دولت په دې برخه کې د هېواد د ځان بسیاینې کېدو مسوولیت لري.
د کرنې، اوبولګولو او اوبو لګولو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه وزارت د کرنیزو څېړنو د انستیتوت د عمومي ریاست له خوا د کرنې د ورځې د نمانځلو خبر ورکړی دی.
د دغې خبرپاڼې له مخې، د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عثماني چخانسوري د کرنې په برخه کې څېړنه د دغه وزارت اصلي موخه وبلله او زیاته یې کړه چې دوی په دې برخه کې د هېواد د خودکفا کېدو په لټه کې دي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند ویلي، چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې پراخ پروګرامونه پلي کړي.
د کرنې وزارت د څېړنو عمومي رئیس مولوي نصرت الله طلحه د څېړنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، څېړنه د کرنې یوه مهمه او اړینه برخه ده او دغه وزارت هڅه کوي، چې ټول بزګران او د ځمکې خاوندان اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32251